Sunday, May 27, 2018

خو بيا هم دوزخي يمه

bakhtzada dainsh


کليمه وېم مسلمان يمه
منونکے دَ قران يمه
دَ لوئے الله بنده يمه
منونکے دَ هغه يمه
دَ خاورې نه پېدا يمه
بچے زۀ دَ حوا يمه
زۀ څومره قيمتي يمه 
خو بيا هم دوزخي يمه

باران دَ مېکائيل منم 
زۀ شان دَ جبرائيل منم
زۀ رُعب دَ عزرائيل منم
شپېلۍ دَ اسرافيل منم
هابيل منم قابيل منم
لښکر دَ ابابيل منم
دَ رحم دې سوالي يمه
خو بيا هم دوزخي يمه


آدم منم حوا منم 
عيسیٰ منم موسیٰ منم
منم زبيح الله منم
منم خليل الله منم
هارون منم قارون منم
دَ هر دور قانون منم
پۀ دين محمدي يمه
خو بيا هم دوزخي يمه

  
زۀ دين منم قران منم
زۀ ستا واړه ياران منم
علي منم عمر منم
صديق منم عثمان منم
دَ زړۀ نه اهل بېت منم
مئين پۀ دوئې بيخي يمه
خو بيا هم دوزخي يمه

زۀ مونځ کووم زکات منم
قران منم مشکات منم
زبور منم تورات منم
حکمونه دَ جهاد منم
ابو داود ابن ماجه منم
زۀ هره صحيفه منم
منمه صحيفې منم 
زۀ واړه معجزې منم
ماران منم چينې منم
وليانو سلسلې منم
دَ عقل نه خالي يمه 
خو بيا هم دوزخي يمه 
  

 دَ مصر دَ کوڅې قصه 
 دَ ښکلې زلېخې قصه
يوسف ليده دَ شپې قصه
پۀ خوب کښې دَ هغې قصه
پۀ سور اور کښې دَ ټال قصه
منمه دَ بلال قصه
مئين پۀ حبشي يمه
زۀ بيا هم دوزخي يمه




حورې شته غلمان بۀ وي
جنت کښې شهد روان بۀ وي
خوَږې پستې اوبۀ بۀ وي
شراب بۀ وي شوده بۀ وي
پۀ خيال کښې جنتي يمه 
خو بيا هم دوزخي يمه


دوزخ بۀ وي ماران بۀ وي
سور اور لړمانان بۀ وي
تيارې بۀ وي تور تم بۀ وي
خوَلې بۀ وي زُقم بۀ وي
دانشه ګُناه نۀ کووم
هېڅ غم دَ دُنيا نۀ کووم
ستم زۀ پۀ چا نۀ کووم
غنمو نۀ غلا نۀ کووم
دَ ذکر ريا نۀ کووم
دَ فکر سودا نۀ کووم
دَ مکر ژړا نۀ کووم
دَ کبر خندا نۀ کووم
هېڅ غم زۀ دَ چا نۀ کووم
بس دم پۀ مُلا نۀ کووم
ياران وائي ولي يمه
خو بيا هم دوزخي يمه



پروفېسر بخت ذاده دانش

For video pleas click down side banner


0 comments:

Post a Comment